منګل: په ميدان وردګ کې ٣٨ وسلوال طالبان وژل شوي
د ميدان وردګ ولايت چارواکي وايي په جلرېز ولسوالۍ کې د وسلوالو طالبانو پرضد پوځي عمليات په شدت سره روان دي. روانه اوونۍ له جلرېز څخه د وسلوالو لاس ته د څو پوستو د ورتلو او د ګڼو سرتېرو د برمته کېدو خبرونه ورکړل شوي وو. خو د والي وياند عبدالرحمن منګل نن ازادۍ راډيو ته وويل، له يکشنبې راهيسې په ځوابي پوځي عملياتو کې وسلوالو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده: ”په دغو عملياتو کې ٣٨ وسلوال طالبان وژل شوي او ٢٤ نور ټپيان شوي دي. په وژل شويو او ټپيانو کې د دوى مهم قوماندانان او سرګروپان هم شامل دي. Читать дальше...