اکلیل حکیمي په نړیوالو چارو کې د ولسمشر غني سلاکار وټاکل شو
د ولسمشر مرستيال وياند شاه حسين مرتضوي نن رسنيو ته وويل چې ښاغلى حکيمي د ولسمشر د فرمان پر اساس پر نوې دنده ګمارل شوى دى.
اکليل حکيمي پرون سې شنبه يوه خبري کنفرانس کې له ماليې وزارته د خپلې استعفى د اعلان پر مهال ويلي وو چې په شخصي دلايلو له دغه وزارته استفعا کوي.