ډنمارک پر نقاب یا د ښځو پر حجاب بندیز ولګاوه
د ډنمارک حکومت پرون د نقاب یا داسې جامو پر اغوستو بندیز اعلان کړ چې په عام محضر کې څېره پټوي. د ډنمارک پارلمان دا لایحه د دېرشو مخالفو رأیو په وړاندې په ۷۵ مثبتو رأیو تصویب کړه. له دې پرېکړې سره مسلمانان نشي کولای چې نقاب یا برقه واغوندي. د دې قانون سرغړوونکي به درې ځلې د ۱۶۰ امریکايي ډالرو معادل جریمه کېږي، خو څلورم ځل باید د ۱۶۰۰ امریکايي ډالرو معادل جریمه ورکړي. د ډنمارک د عدلیې وزیر پېپ پولسین پرون وویل چې په فبرورۍ میاشت کې هغه مهال چې دا لایحه جوړېده، یادونه وشوه چې د مخ پټول د ډنمارک... Читать дальше...