قیمتي: هوايي حملو په ارزګان کې وسله وال طالبان ځپلي
د ارزګان ولایت امنیتي چارواکي وايي، په دغه ولایت کې په تېره یوه میاشت کې د بهرنیو ځواکونو په هوايي بریدونو کې لسګونه وسله وال طالبان وژل شوي. په دغه ولایت کې د ملي اردو د څلورمې پلې لوا قوماندان ډګروال رحمت شاه قیمتي د شنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې د بهرنیو ځواکونو بریدونو وسله وال طالبان سخت ځپلي دي. نوموړی وايي د بهرنیو ځواکونو په دغه بریدونو سره د افغان پوځیانو مرال هم لوړ شوی: "بهرنیو ځواکونو چې په ارزګان ولایت کې په دې وروستیو کې د وسله والو طالبانو پر مرکزونو کوم بریدونه کړي، وسله... Читать дальше...