ټېلرسن لاوروف سره د سوریې، شمالي کوریا او اوکراین په اړه وغږېد
د امریکا د متحد ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر د روسیې له بهرنیو چارو وزیر سره د سوریې، شمالي کوریا او اوکراین په اړه خبرې وکړې. د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې هدر ناوئرت وویل، رکس ټېلرسن له سرګي لاوروف سره پرون په ټیلیفون وغږېده. ناوئرت په یوه بیان کې څرګنده کړه چې د اوکراین په اړه د بهرنیو چارو وزیر د امریکا او روسیې د ځانګړیو استازیو راتلونکې غونډې ته اشاره وکړه او ټینګار یې وکړ چې روسیه باید د مینسک د تړون د پلي کېدو هڅې زیاتې کړي او د اوکراین په ختیځ کې دې د شخړو د زیاتېدو مخه ونیسي. Читать дальше...