چارواکي: د کونړ په څوکۍ کې داعش او افغان ځواکونو ته مرګ ژوبله اوښتې
د کونړ ولایتي مسؤلین وايي، د څوکۍ ولسوالۍ د دیوه ګل په سیمه کې په روانه جګړه کې د اسلامي دولت یا داعش او افغان ځواکونو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د کونړ د والي ویاند عبدالغني مصمم نن یکشنبه ازادي راډیو ته وویل، داعش وسله والو د څوکۍ ولسوالۍ په یوه ګل کې د یکشنبې د ورځې د سهار پهشپږنیمې بجې هلته د پاڅون کوونکو په پوستو برید کړی چې پکې برید کوونکو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده. ښاغلي مصمم وویل: "نن سهار د پاڅون کوونکو او محلي پولیسو په پوستو برید شوی و چې اوس هم جګړه شته، برید په شا تمبول شوی، لومړني... Читать дальше...