د جوزجان پولیسو د مخدره توکو پنځه تنه قاچاق وړونکي نیولي
د جوزجان پولیسو پنځه تنه قاچاق وړونکي د ۲۷۱ کیلوګرامه تاریاکو د قاچاق په تور نیولي دي. د دې ولایت امنیه قوماندان فقیر محمد جوزجاني د چهار شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، نیول شوي نشه يي مواد په دوو کورولا موتړو کې ځای پر ځای شوي او قاچاق وړونکو غوښتل چې فاریاب او هرات ولایتونو ته یې قاچاق کړي چې پولیسو ونیول. ښاغلي جوزجاني زیاته کړه چې له نیول شوي تورن کسان دا مهال د عدلي او قضايي مرکز له خوا تر څېړونو لاندې دي. د جوزجان د امنیتي چاروکو په خبره، د روان لمریز کال له پیله تر اوسه د مخدره موادو... Читать дальше...