ولسمشر غني د يوه ديني عالم د وژل کېدو د څېړنې امر وکړ
مولوي شبير احمد کاموي چې د افغانستان د مدافع وکيلانو خپلواکې ټولنې د مشرتابه شورا غړى هم و، نن په کابل کې د نامعلومو وسله والو په ډزو ووژل شو.
ولسمشر غني په هغه اعلاميه کې چې جمهوري رياست خپره کړې، امنيتي ارګانونو ته د دې پېښې د څېړنې او قانون ته د عاملانو د ژر سپارلو سپارښتنه کړې ده.
تر دې مخکې تېره جمعه د کابل په يوه جومات کې بل ديني عالم مولوي سمېع الله ريحان په بمي چاودنه کې ووژل شو.
د افغانستان د ديني عالمانو شورا وايي، په تېرو ١٥ کلونو کې شااوخوا زر تنه ديني عالمان وژل شوي دي.