روانه اوونۍ له هراته د هوا له لارې هند ته ۲۲ ټنه وچه مېوه صادرېږي
د دغه ولایت د سوداګرۍ او صنایعو خونې اجرائیه امر خلیل احمد یارمند نن په دې اړه ازادي راډيو ته وویل:
"د همدې ورځو په لړ کې به د هرات له هوایي ډګره په مستقیم ډول هند ته ۲۲ ټنه وچه مېوه د هوایي دهلېزونو له لارې انتقال شي."
د ښاغلي یارمند په خبره، په دغه وچه مېوه کې ډېره برخه پسته او بادام دي چې په هند کې ورته ښه بازار موجود دی.
نوموړی وايي، تر دې وړاندې هم له هرات ولایته هند، ترکیې او یو شمېر نورو هېوادونو ته د هوایي دهلېزونو له لارې بېلابېل افغاني محصولات صادرات شوي دي.