سرچینه: د مخابراتو او د اوبو او انرژۍ وزيران له دندو لېرې شوي
دغې سرچينې د نوم نه ښوولو په شرط ازادي راډيو ته وويل، د شهزاد ګل اريوبي پر ځاى فهيم هاشمي او د محمد ګل خُلمي پر ځاى ډاکتر شاران ټاکل شوي دي.
د سرچينې په خبره، دغه دوه نوې څېرې به ولسي جرګې ته د باور د رأيې د اخيستلو لپاره معرفي شي.
د دغو دوو وزيرانو د لېرې کېدو د علت په اړه معلومات نه دي ورکړل شوي.
خو د عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې ټيم پرون په يوه اعلاميه کې ويلي چې ښاغلى عبدالله او د جمهوري رياست نور کانديدان د ولسمشر محمد اشرف غني له خوا د لوړ رتبه چارواکو له ادلون بدلون سره مخالف دي.
په دغه اعلاميه کې ويل شوي چې د جمهوري رياست د کانديدانو د فهرست تر خپرېدو وروسته بايد په دې برخه کې د ولسمشر صلاحيتونه محدود کېدلاى.