ټرمپ د مولر د تحقيق په بياکتنه کې له استخباراتي ادارو همکاري غوښتې
د مولر دغه تحقيقات د امريکا د ٢٠١٦ میلادي کال د ولسمشرۍ انتخاباتو په کمپاين کې د روسيې د لاسوهنې په اړه دي.
د ولسمشر ټرمپ دغه فرمان پرون خپور شوى چې د سپينې ماڼۍ له خوا د مولر د تحقيقاتو د کمزوري کولو د روانو هڅو وروستى مورد ګڼل کېږي.
د مولر نهايي راپور چې تېره مياشت خپور شو، د امريکا د استخباراتو نتيجه اخيستنه تأييدوي چې روسيې د ٢٠١٦ م کال د انتخاباتو په کمپاين کې لاسوهنه کړې ده.
په راپور کې د ولسمشر ټرمپ د هغو هڅو په اړه هم اسناد وړاندې شوي چې هڅه يې کړې د مولر تحقيقات تضعيف کړي.
راپور وايي، د پام وړ اسناد شته چې ثابتوي چې ټرمپ او ټيم يې د تحقيقاتو مخه نيولې ده.
د نهايي راپور تر خپرېدو وروسته ولسمشر ټرمپ او د جمهوريت غوښتونکو ځينو متحدانو غوښتنه کړې چې پر دغو تحقيقاتو او د هغو پر اصلي سرچينو دې نور تحقيقات وشي.