خلیلزاد امریکايي سناتورانو ته د خپلو لیدنو په اړه معلومات ورکوي
د بهرنیو اړیکو کمېټه وايي، د دوی نننۍ ناسته به سري یا د تړلو دروازو تر شا وي.
ښاغلي خلیلزاد په شاوخوا اووه میاشتو کې شپږ واره له طالبانو سره د قطر په پلازمینه دوحه کې کتلي دي.
تمه ده چې ښاغل خلیلزاد امریکايي سناتورانو ته د خپلو دغو لیدنو په اړه معلومات ورکړي.
له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو وتل او له افغان خاورې د ترورېزم د کار نه اخېستل ډاډ هغه مسایل دي چې خلیلزاد او طالبانو پرې بحثونه کړي، خو خلیلزاد ټینګار کوي چې په افغانستان کې د اوربند ټينګښت او بین الافغاني خبرې یې هم د بحثونو اصلي موضوع ګانې دي.
د خلیلزاد او طالبانو وروستی دور خبرې د مې په نهمه پای ته ورسېدې.
د افغانستان د سولې او پخلاینې لپاره د امریکا خاص استازی ښاغلي خلیلزاد دا خبرې ښې خو ورو یادې کړي.
طالبانو ویلي چې له افغان حکومت سره مخامخ خبرې نه کوي او دوی ته له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو مسله مهمه ده.