ملي امنیت: د هلمند په ګرشک کې د دولت ١٩ مخالف وسله وال وژل شوي
دغه رياست نن په يوه اعلاميه کې ويلي چې دغه عمليات د قاطع ملاتړ د ماموريت په همکارۍ د مولوي اسد په شبکې پورې اړوند د باري ګل پر قرارګاوو شوي دي.
په اعلاميه کې مولوي اسد په ګرشک ولسوالۍ کې د طالبانو د ماينونو او موټربمونو جوړولو مسؤل بلل شوى دى.
د ١٩ وسله والو د وژل کېدو تر څنګ چې په اعلاميه کې ترورېستان بلل شوي، د وسله والو د ٢ قرارګاوو د تخريب او د يوه اندازې وسلې د نيول کېدو خبر هم ورکړل شوى دى.