تاجکستان به ۸۰ افغان بندیان افغانستان ته ولېږي
امام علي رحمان دا خبره پرون د پنجشنبې په ورځ د افغانستان د بهرنیو چارو له وزیر صلاح الدین رباني سره په لیدنه کې وکړه.
ویل کېږي چې افغان لوري له تاجکستانه افغانستان د افغان بندیانو د انتقال غوښتنه کړې وه.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت نن د جمعې په ورځ په یوې خبرپاڼې کې وویل، پهدې لیدنه کې پر امنیتي، اقتصادي او انکشافي پروژو هم بحث وشو.
په خبرپاڼه کې نهدي ویل شوي چې په مجموع کې څومره افغانان په تاجکستان کې بندیان دي؟