په بغداد کې د امريکا د سفارت خبرداری
دا امر پهداسې حال کې کېږي چې د تهران او واشنګټن ترمنځ کړکېچ زيات شوى دى.
د امريکا سفارت نن په يوه اعلاميه کې وويل، دغه امر هم د سفارت او هم د کُردستان د کور واکې سيمې په مرکز اربيل ښار کې د قونسلګرۍ پر کارکوونکو د تطبيق وړ دى.
پهدغو دواړو دفترونو کې د ويزو خدمات د لنډې مودې لپاره ځنډول شوي دي.
په اعلاميه کې ويل شوي، د امريکا حکومت په عراق کې امريکايي اتباعو ته د عاجلو خدماتو برابرولو ظرفيتونه محدود کړي دي.
په بغداد کې د امريکا سفارت تېره يکشنبه امريکايي اتباعو ته سپارښتنه کړې وه چې په عراق کې دې سفرونه نه کوي، علت يې پهدغه هېواد کې د کړکېچ زياتېدل ياد شوي وو، خو د دغه خطر د څرنګوالي په اړه يې نور جزئيات نه وو ورکړي.
د امريکا د بهرنيو چارو وزير مايک پاپميو تېره اوونۍ بغداد ته ناڅاپي سفر وکړ، هلته يې له عراقي چارواکو سره يې پر هغه څه د امريکا پر اندېښنه خبرې وکړې چې د ايرانيانو د فعاليت زياتېدل ښوول شوي دي.