"IOM": تېره اوونۍ له ايران او پاکستانه د کډوالو راستنېدل کم شوي
دغه سازمان نن ويل چې د مخکنۍ اوونۍ پر تله تېره اوونۍ له ايرانه د کډوالو راستنېدل ٣٠ فيصدو او له پاکستان څخه ٥٢ فيصدو ته راکم شوي دي.
د کډوالۍ نړيوال سازمان يا «IOM» نن په يوه اعلاميه کې ويل چې تېره اوونۍ ٨زره ٩ سوه ٨٧ افغان کډوال له پاکستان او ٤٣٢ نور له ايرانه خپل هېواد ته ستانه شوي دي.
«IOM» وايي، د جنورۍ له پيله له پاکستانه ټولټال يولک او ٧٥ زره او ٤٩١ او له ايرانه ٦٦زره ٢٣٠ افغانان افغانستان ته ستانه شوي دي.
د دې ادارې په حواله پهدې ډله کې ځيني افغانان په خپله خوښه او ځينې يې په زوره افغانستان ته اخراج کړاى شوي دي.