سپینه ماڼۍ پر یو پوځي پلانونو کار کوي
دا خبر نیویارک ټایمز ورځپاڼې خپور کړی دی.
ورځپاڼې پرون د مې په دیارلسمه، د پټو سرچینو په حواله وویل چې د امریکا د دفاع وزارت سرپرست، پاتریک شانهان خپل دا پلان تېره اوونۍ د لوړ رتبه امنیتي چارواکو په غونډه کې بحث ته وړاندې کړ.
د ټایمز په حواله، پهدې پلان کې مختلف امکانات شامل شوي او عملي کول یې ښايي میاشتې وخت ونیسي.
په رپوټ کې راغلي چې د پاتریک شانهان په پلان کې د ایران د ځمکني اشغال انتخاب نهدی شامل شوی.
د امریکا دفاع وزارت یا سپینې ماڼۍ تر اوسه د نیویارک ټایمز ورځپاڼې د دې رپوټ په اړه غبرګون نه دی څرګند کړی.