د فوټبال افغان لوبډله په «F» ګروپ کې سعودي، ازبکستان او هند سره لوبېږي
د دې فدراسیون مطبوعاتي مرستیال شمس امیني نن د یکشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې دا سیالۍ د روان میلادي کال د نوومبر په ۱۰مه پیلېږي او ۴۶ اسیاسي لوبډلې پهکې برخه لري.
نوموړی وايي:
"د ثور په ۱۹مه نېټه د مالیزیا په کولالامپور ښار کې د دې سیالیو د ګروپ بندې لپاره پچه اچونه وشوه، پهدې سیالیو کې ۴۶ اسیاسي هېوادونو له ۱۹ کلونو کم عمره ځوانانو لوبډلې برخه اخلي، اته ګروپونه کې څلور- څلور لوبډلې او په درېیو نورو ګروپونو کې پنځه- پنځه لوبډلې د یو بل پر وړاندې سیالي کوي."
د فوټبال د «اي.اېف.سي» د قانون له مخې د هرګروپ کوربهتوب یوه لوبډله پر غاړه لري چې د «F» ګروپ کوربهتوب د سعودي عربستان په غاړه دی.