کندهار کې د جنرال عبدالرازق په نوم د فوټبال ټورنمنټ پیل شوی
د دغه ولایت د ورزشي ادارې سرپرست مدیر اغا نن د پنجشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې په دغه ټورنمنټ کې چې د کندهار په ملي جمنازیم کې جوړ شوی ۳۲ لوبډلو ګډون کړی دی.
پهدغه ټورنمنټ کې هر ورځ دوه لوبې کېږي او د روژې میاشتې تر ۲۸مې نېټې پورې به دوام وکړي.