د ارزګان چارواکي: په هوايي حملو کې د یوه کورنۍ ۴ غړي وژل شوي
د ولایتي شورا غړي محمد کریمي نن پنجشنبه سهار ازادي راډيو ته وویل چې بهرنیو ځواکونو دغه برید تېره ورځ ناوخته ماښام مهال د ترینکوټ ښار اړوند د سرتور بابا په سیمه کې پر یو کور کړی.
د ارزګان د ولایتي روغتون مشر ډاکټر امینالله توخي بیا ازادي راډيو ته وویل چې تېرماښام له یادې سیمې یوازې ماشوم ورته ور وړل شوی دی.
ازادي راډیو هڅه وکړه چې پهدې اړه د ارزګان ولایت د امنیه قوماندانۍ او د غوڅ ملاتړ د ماموریت له مسؤلینو سره هم خبرې وکړي، خو بریالۍ نهشوه.
خو د دغه ولایت د څلورمې پلي لوا مسؤلین بیا دا خبرې رودي چې دغلته دې په هوايي برید کې ملکیان وژل شوي وي.
دا پهداسې حال کې ده چې له تېرو درېیو ورځو راهیسې افغان او بهرنیو د ارزګان ولایت مرکز ترینکوټ اړوند چینو، خانقه او سرتور بابا سیمه کې د وسلهوالو طالبانو د ځپلو په هدف د ځمکني او هوايي عملیات پیل کړي.