روحاني: د یورانیمو بډایه کول به له سره په مشروط ډول پيل کړو
روحاني دا خبره نن په یوه ټلوېزیوني وینا کې وکړه.
هغه له ایران سره له اټمي تړونه د امریکا د وتلو د یوکال د پوره کېدو په مناسبت خبرې کولې.
روحاني وویل، بریټانیا، فرانسه، روسیه، چین او جرمني چې تر اوسه دغه تړون ته ژمن پاتې دي شپېته ورځې وخت لري څو د ده په خبره د ایران د بانکي سکتور او تیلو د ملاتړ لپاره لاس په کار شي.
د ایران ولسمشر د یادو هېوادونو مشرانو ته لیک استولی او ویلي یې دي چې ایران به د ۲۰۱۵میلادي کال د اټمي تړون په برخه کې خپلې ژمنې کمې کړي او بډایه یورانیم او درنې اوبه به نورو هېوادونو ته وانه استوي.
امریکا متحده ایالاتونو په ایران باندې له ۲۰۱۸ میلادي کال راهیسې سخت بندیزونه لګولي.
په وروستي اقدام کې امریکا د ایران د سپاه پاسداران انقلاب ځواکونو تروریست ډله اعلان کړه.