رستمي: په ۷ ولایتونو کې به د خرما ۲۷۰۰ هکټاره باغونه جوړ شي
د دغه وزارت ویاند اکبر رستمي نن ازادي راډيو ته وویل چې دغه طرحه د وروستي کېدو په حال کې ده:
"دا ۷ ولایتونه ننګرهار، لغمان، کندهار، هلمند، فراه، نیمروز او خوست دي، دا هغه ولایتونه دي چې د خرما باغونو جوړولو لپاره ښه شرایط برابر دي."
نوموړي وویل، د خرما دغه باغونه تر راتلونکو ۵ کلونو پورې جوړیږي.
د کرنې وزارت وايي، د یادو باغونو په جوړېدو سره به د بڼوالو اقتصادي وضعیت هم بدلون وکړي او هېواد ته له نورو هېوادونو د خرما واردات به هم راکم شي.