د پنجاب په مرکز لاهور کې چاودنې ۸ کسان ووژل او ۲۵ یې ټپیان کړل
د لاهور ښار امنیتي مقامات وايي، په دغه ښار کې یوې چاودنې چې نن د چهارشنبې په ورځ سهار مهال د لاهور په ګڼ مېشته سیمه داتا دربار زیارت ته څېرمه وشوه چې لږترلږه ۸ کسان یې وژلي او ۲۵ نور یې ټپيان کړي دي.
د پنجاب ایالت د پولیسو مشر عارف نواز خان د پېښې په ځای کې د رسنیو له استازی سره په خبرو کې وویل چې په دغه چاودنه کې د ۵ پولیسو په ګډون ۸ کسان وژل شوي دي.
نوموړی په دې اړه وايي:
"دا یو ځانمرګی برید و چې هدف یې د داتار دربار د زیارت امنیتي پولیس وو، په دغه برید کې د ۵ پولیسو په ګډون لږ تر لږه ۸ کسان وژل شوي."
داتا دربار زیارت د لاهور په ګڼ مېشته مرکزي سیمه کې پروت دی چې هر مهال پکې د خلکو ډېره زیاته ګڼه ګوڼه وي.
د پاکستان صدراعظم عمران خان او د پنجاب ایالت چارواکو پېښه غندلې او له اړوندو ادارو څخه یې د بېړنیو تحقیقاتو او راپور غوښتنه کړې ده.
د یادونې وړ ده چې تر دې دمه لا کومې ډلې په لاهور کې د دغه ځانمرګي برید مسؤلیت پر غاړه نه دی اخیستی.