پامپیو: امریکا له شمالي کوریا سره د اټمي خبرو د پرمختګ لار ویني
ښاغلي پامپيو پرون د اې بي سي ټلویزیون یوه پروګرام ته وویل چې ډېر ډاډمن دی او پوهېږي چې د شمالي کوریا د غیر اټمي کولو لار اوږده او له لوړو او ژورو سره مخ ده.
د شمالي کوریا رسنیو رپوټ ورکړی چې د دغه هېواد مشر کیم جونګ اون د شنبې په ورځ د یوه راکټ او څو نورو وسلو ازموینه ولیدله.