په کندهار کې د بیان د ازادۍ نړیواله ورځ ونمانځل شوه
د شنبې په ورځ کندهار مېشتو خبريالانو او د رسنیو د ملاتړ بنسټونو د "بيان د ازادۍ" نړيواله ورځ ونمانځله.
په دې اړه په جوړ شویو مراسمو کې د رسنیو د ملاتړ د بنسټونو مسؤلینو او خبريالانو د وژل شويو ژورنالستانو کورنیو ته نه رسېدنه، د چارواکو له خوا د معلوماتو پر ورکړې محدودیت او په کاري سيمو کې د خبریالانو ګواښل هغه ستونزي يادې کړې چې په ټکو يې له ژمنو سره سره ورته هېڅ پام نه دی شوی.
تېر کال په کندهار کې د کابل نیوز خبریال عبدالمنان ارغند او د ملي ټلویزیون کمره مین سلیم رحیم په جلاجلا پېښو کې ووژل شول.
په عین وخت کې د کندهار د اطلاعاتو او فرهنګ رياست مسؤلين وایي، د رسنیو د فعالیتونو لا پراختیا او د خبریالانو خوندیتوب او ورته د کاري زمینې برابرول د دوی له لومړیتوبونو څخه دي.
د کندهار ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ سرپرست ریس احمد شاه قادري د بیان د ازادۍ په اړه په ځانګړې غونډه کې وویل چې د ملي یووالي حکومت په سیاسي تعاملاتو کي د بیان د ازادۍ ساتلو ته ژمن دی.
په کندهار کې داسي مهال د بيان د ازادۍ نړيواله ورځ نمانځل کېږي چې په دې ولایت کې له تېر کال راهیسې د خبريالانو په وړاندې د تاوتريخوالي پېښي زياتې شوې دي.