جنرال ټاډ ولټرز د ناټو پوځي تړون د چارواکي په توګه لوړه وکړه
امريکايي جنرال ټاډ ولټرز د ناټو پوځي تړون د عالي رتبه پوځي چارواکي په توګه د وفادارۍ لوړه وکړه.
ولټرز نن په بلجيم کې د ځانګړو مراسمو پر مهال د ناټو په مقر کې د په اروپا کې د ائتلاف د عمومي قوماندان په توګه وټاکل شو.
دا هغه څوکۍ ده چې د امريکا پوځي چارواکي ورته ټاکل کېږي.
مراسمو ته په خبرو کې د ناټو سرمنشي ينس سټولټنبرګ وويل، دغه ټاډ ولټرز په مهمو ماموريتونو کې برخه اخېستې ده:
"د دې وخت راغلى چې د رهبرۍ واګي جنرال ولټرز ته وسپارل شي. ټاډ چې د هوايي ځواک پيلوټ هم دى، په عراق او افغانستان کې جنګېدلى دى."
ولټرز د امريکا د بل جنرال کورټيس سکاپاروتي پر ځاى پر دغه مقام وټاکل شو.