په امریکا کې یو افغان ټبری سړی په لس کاله بند محکوم شوی
۳۳ کلن نجیب الله ځاځی چې په افغانستان کې زیږیدلی او بیا یې د امریکا تابیعت اخېستی و، پرون د پنجشنبې په ورځ د ترهګرۍ سره په تړلو تورونو د محاکمې پر مهال له عمري بند له سزا سره مخ و، خو څارنوالانو د امریکا د سیمهییزې محکمې له قاضي رایمونډ ډیري وغوښتل څو ځاځي ته دې پهدې خاطر امتیاز ورکړي چې نوموړي په ۲۰۱۰ میلادي کال فبرورۍ کې د خپل جرم له منلو وروسته له امریکايي چارواکو سره «فوق العاده» همکاري کړې ده.
د ځاځي مدافع وکیل ویلي، دا چې دې کس لا دمخه کلونه زندان تېرکړی نو ښايي څو ورځو کې خوشې شي.
نجیب الله ځاځي په مخکې کلونو کې پاکستان ته تللی و او هلته یې د القاعده شبکې له مشرانو سره کتلي او د وسلو او بمونو جوړولو روزنه یې تر لاسه کړې وه.
امریکايي چارواکي وايي، نوموړی دوی ته له دې کبله ډېر مرستندویه و چې هغه د القاعده شبکې له عملیاتو سره بلد و.
ځاځي په محکمه کې بخښنه وغوښته او ویې ویل هغه د القاعده شبکې د مبلغ انور الاولکي ویناوو ته غوږ نیولو افراطي کړی وی.
نجیب الله ځاځی افغانستان کې زیږیدلی و، ماشومتوب کې پاکستان او بیا وروسته د امریکا نیویارک ته تللی و.