د هرات د فوټبال په غوره لیک کې صرافانو لوبډلې استقلال ته ماته ورکړه
د دغه لیګ مسؤل نجیب الله نوروزي نن ازادي راډيو ته وویل چې د غورلیګ څلورمه اوونۍ د راتلونکې چهارشنبې په ورځ پیلېږي.
ده وویل:
"څلورمه اوونۍ د چهارشنبې په ورځ ارش او اتفاق ټیمونو، د پجنشنبې په ورځ سرخ پوشان له انصاري سره، د جمعې په ورځ ډېره حساسه لوبه د صرفانو لوبډله له اټک انرژۍ او د شنبې په ورځ استقلال له پامیر سره د لوبې ډګر ته ځي."
ښاغلی نوروزي وايي چې د دغه لیګ وروستۍ لوبه له روژې مبارکې میاشتې وروسته ترسره کېږي.
د نجیب الله نورزي په خبره، دغه لوبه د غوره لوبغاړو د پېژندلو لپاره ترسره کېږي.
دغه لوبې د حمل د میاشتې په ۲۰مه د هرات ولایت د فوټبال په لوبغالي کې پيل شوې دي.