د امريکا پخوانی مرستيال ولسمشر جو بايډن د کانديداتورۍ اعلان وکړ
شپږاويا کلن بايډن ته د ډموکرات ګوند د مخکښ کانديد په سترګه کتل کېږي.
جوبايډن نن په ټويټر کې د متن تر څنګ په يوه ويډيويي پيغام کې ويلي، په داسې حال کې چې ولسمشر ډونالډ ټرمپ هڅه کوي د امريکا د ملت ماهيت کاملاً بدل کړي، دى بې تفاوته نه شي پاتې کېدلاى:
"د دې ملت اساسي ارزښتونه، په نړۍ کې زموږ دريځ، زموږ ډموکراسۍ او هرڅه چې سبب شوي، امريکا- امريکا شي په خطر کې دي. ځکه نو زه د امريکا د ولسمشرۍ لپاره خپله کانديداتوري اعلانوم."
جوبايډن چې اته کاله د مخکني ولسمشر بارک اوباما مرستيال و، د خپلې کانديداتورۍ تر رسمي اعلان مخکې د ډموکرات ګوند په اړه په زياتو نظرپوښتنو کې مخکښ و.