پوتين: شمالي کوريا نړيوالو امنيتي تضمينونو ته اړتيا لري
ولسمشر پوتين دا خبره په روسيه کې د شمالي کوريا له رهبر کېم جونګ اون سره تر لومړۍ مخامخ کتنې وروسته وکړه.
پوتين زياته کړه، اړتيا ده دا ډول تضمينونه په هغه چوکاټ کې چې څو هېوادونه پهکې شامل وي، پېشنهاد شي.
ولسمشر پوتين نن د پنجشنبې په ورځ د روسيې په لېرې ختيځ ښار ولادي واستوک کې له کېم جونګ اون سره د غونډې په پاى کې دا څرګندونې وکړې.
د شمالي کوريا رهبر کېم جونګ اون وويل، دا سرمشريزه د نظرياتو د تبادلې لپاره ډېر بامفهوم و.
دا کتنه پهداسې حال کې وشوه چې دوه مياشتې مخکې د امريکا او شمالي کوريا ترمنځ له اټمي وسلو د کوريا ټاپو وزمې د تصفيې پر سر خبرې ناکامه شوې.