پوتین او کېم جونګ اون په ولادي واستوک ښار کې سره ګوري
د شمالي کوریا د دولتي خبري اژانس په وینا، کېم جونګ اون د روسیې د ولسمشر په بلنه هغه هېواد ته ځي.
دې خبري اژانس ویلي چې کېم به په نږدې وخت کې روسیې ته ولاړ شي، خو نور جزئیاتیې نهدي ورکړي.
کرملېن د اپرېل په ۱۸مه ویلي و چې د شمالي کوریا د رژیم مشر به د اپرېل میاشتې په دوهمه نیمايي کې له جمهور رئیس ولادیمیر پوتین سره د خبرو لپاره روسیې ته ورشي.
د روسیې ورځپاڼې کومېر سانټ نن ویلي چې پوتین او کېم جونګ اون د اپرېل په ۲۵مه، په ولادي واستوک ښار کې سره ګوري.
ورځپاڼې د دوو سرچینو په حواله چې د دې کتنې لپاره تیاری نیسي، دا خبر خپور کړی دی.