افغانستان د کرکټ نړیوال جام مسابقو ته خپله لوبډله اعلانوي
افغانستان د ۲۰۱۹ میلادي کال د کرکټ نړیوال جام د مسابقو لپاره نن د دوشنبې په ورځ خپله لوبډله اعلانوي.
دا خبره د کرکټ بورډ عمومي رئیس عزیز الله فضلي تېره شپه ازادي راډیو ته وکړه:
"د افغانستان د ملي لوبډلې سکواډ د نړیوال جام لپاره چې پنځلس تنه په ټیم کې دي او درې کسان هم ریزرف دي دا به نن رسماً اعلان شي. ځوانانو ته هم چانس ورکړل شوی او هغو لوبغاړو ته حساب پرې کيږي هغوی ته هم چانس ورکړل شوی دی."
ښاغلي فضلي چې له جنوبي افریقا له ازادي راډیو سره خبرې کولې وویل چې د ګلبدین نائب په مشرۍ د افغانستان ملي لوبډله به د همدې میاشتې په پای کې له جنوبي افريقا لومړی کابل او بیا انګلستان ته سفر کوي.
تمه ده د افغانستان د کرکټ ملي ټیم د ۲۰۱۹ میلادي کال په نړیوال جام کې د جون له لومړۍ د جولای تر ۱۴مې د نړۍ له پياوړو لوبډلو سره مسابقې وکړي.