ځينو هېوادونو د عراق په ثبات او ارامښت ټینګار وکړ
د عراق حکومت له څلور کلنې خونړۍ جګړې وروسته پراخې سیمې له داعش څخه بېرته ونیولې.
په دې مناسبت پرون شنبه په بغداد کې د یوې غونډې د پای په اعلامیه کې ویل شوي چې د ګاونډیو هېوادونو د پارلمانونو رئیسان پر داعش له ستر بري وروسته په عراق کې د ثبات، ارامښت، ځمکنۍ بشپړتیا او ټولنیز پیوستون پر ملاتړ ټینګار کوي.
دا اعلامیه چې د اردن، کوېټ، ترکیې او سوریې استازو هم لاسلیک کړې، وايي چې د عراق ثبات د سیمې د ارامښت او ثبات لپاره ضروري دی.