د نیمروز ګمرک به له دې وروسته ۲۴ ساعته پرانیستی وي
د افغانستان د ګمرکونو رئيس احمد رشاد پوپل پرون نیمروز ته لاړ او د دغه ولایت د ګمرکي خدماتو د ۲۴ ساعته کولو د اعلان ترڅنګ یې د ګمرکي عوایدو د ډېرېدو او د ګمرکي خدماتو پر ښه کېدو یې د دغه ولایت د ګمرک له مسؤلانو سره خبرې وکړې.
ده د ایران د ګمرک له مسؤلانو هم وغوښتل چې خپل ګمرکي خدمات د افغانستان په شان ۲۴ ساعته کړي.