د بوکس یوه ښځینه لوبغاړې صدف خادم بېرته ایران ته نه ځي
په ایران کې د بوکس یوه ښځینه لوبغاړې صدف خادم په تهران کې د دې د نیول کېدو تر حکم وروسته نه غواړي له فرانسې بېرته خپل هېواد ته ستنه شي.
دا لومړنۍ ایرانۍ مېرمن ده چې په حرفهیې سیالۍ کې یې ګډون کړی و.
صدف د اپریل د ۱۳مې نېټې په لوبو کې خپل فرانسوي حریف اني چاوین مغلوب کړ.
هغې په پام کې درلوده چې روانه اوونۍ د بوکس د یوه پخواني نړیوال اتل ایراني الاصله فرانسوي مهیار منشيپور سره تهران ته ولاړه شي.
د مېرمن صدف استازي کلارا دالای پرون د چهارشنبې په ورځ «۱۳۹۸ کال د وري ۲۸» رویټرز خبري اژانس ته وویل چې د مهیار منشيپور د نیولو حکم هم په تهران کې ورکړل شوی دی.
منشيپوري په خپلو هڅو سره په فرانسې کې د دغې لوبې امکانات برابر کړي وو.
تردې وروسته د ایران د بوکس فدراسیون اعلان وکړ چې دغې ادارې د ښځو لپاره هېڅ پروګرام نهدی جوړ کړی او د هغو کسانو پر وړاندې چې په انفرادي ډول په لوبو کې ګډون کوي، هېڅ مسؤلیت نهلري.
سره لهدې چې په وروستیو کلونو کې په ایران کې په ښځینه ورزشکارانو محدودیتونو کم شول، خو په اکثرو لوبو کې د هغو ګډون بیا هم محدود او مخکې له مخکې تنظیم شوي وي.