جان هنټمسن: واشنګټن د اوکراین د ځمکنۍ بشپړتیا دفاع ته ژمن دی
د ازادي راډیو له روسۍ څانګې سره په مرکه کې جان هنټمسن همدارنګه له روسیې غوښتي، څو په داسې یوې مرستندویه پروسه کې ښکېل شي چې له مخې یې د اوکراین خلک د خپل ملت بېرته اعاده وګوري.
هنټسمن له ازادي راډیو سره په مرکه کې ویلي:
"موږ ته د اوکراین ځمکنۍ بشپړتیا ډېره مهمه ده، هغه څه چې سخت سرغړاوی ترې شوی دی."
روسیې په ۲۰۱۴ میلادي کال کې له اوکراینه د کریمیا ټاپو وزمه لاندې کړه او له هماغه وخت راهېسې د هغو روس پلوو بېلتونپالو ملاتړ کوي چې د اوکراین په ختیځ کې د دې هېواد د حکومتي ځواکونو خلاف جګړه کوي.