د ایران حکومت په احواز کې خلکو ته له سیمې د وتلو ویلي
د ایران حکومت ویلي چې د شدیدو بارانونو له امله سېلابونه د احواز مرکز خوزستان ته رسېدلي دي.
د احواز والي غلام رضا شریعتي نن د اپرېل په لسمه وویل چې د احتیاط له مخې دا ولایت خالي کوی.
په احواز کې چې پنځه ولسوالۍ لري، تقریباً اویا زره وګړي اوسي.
د ایران د دولتي رسنیو په حواله، په احواز کې خلکو ته ویل شوي چې په ابتدا کې ماشومان امن سیمو ته وباسي.