چارواکي: تېره شپه د سانچارک ولسوالۍ یوه امنیتي پوسته طالبانو ونیوه
دقیق نن د اپرېل په لسمه د ازادي راډیو خبریال ته وویل چې دا امنیتي پوسته د ولسوالۍ په ختیځ کې پرته وه او بېګا وسله والو طالبانو نیولې ده.
د سانچارک ولسوال وویل چې په دې امنیتي پوسته کې د امنیتي ځواکونو ۷۰ تنه ځای پرځای وو، خو تېره شپه له هغه ځایه ووتل او پوسته یې طالبانو ته ور پرېښوده.
هغه خبرداری ورکړی چې که اضافي ځواکونه ور وانه ستول شي، د سانچارک ولسوالي سقوط کولای شي.