خامنه يي: عراق دې امریکايي پوځیان ژر تر ژره له خپلې خاورې وباسي
د ایران مذهبي مشر عراق ته خبرداری ورکړ چې په خاوره کې به یې د امریکايي پوځیانو حضور د ده په وینا، ویجاړوونکې اغېزې ولري.
ایت الله علي خامنه يي له ګاونډي عراقه همداراز وغوښتل چې امریکايي پوځیان ژر تر ژره له خپلې خاورې وباسي.
خامنه يي دا خبرې پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي دي.
ده تر دې پیغام مخکې پرون شنبه په تهران کې د عراق له صدراعظم عادل عبدل مهدي سره ولیدل.
امریکا په عراق کې څه باندې ۵ زره سرتېري لري چې عراقي ځواکونه روزي.