په افریقايي هېواد روانډا کې نن د توتسي قوم د ټولوژنې ۲۵مه کلیزه ده
په افریقايي هېواد روانډا کې د هغې ټولوژنې پنځه ویشتمه کلیزه ده چې په لړ کې یې د توتسي قوم له ۸۰ زره زیات وګړي وژل شوي وو.
د قربانیانو په یاد په پلازمېنه کیګالي کې مراسم جوړېږي.
د ختیځې افریقا په دې هېواد کې د توتسیانو ټولوژنه د ۱۹۹۴ کال د اپرېل په شپږمه هغه مهال پیل شوه چې د رونډا ولسمشر یوفینال هابیاریمانا په الوتکه کې ووژل شو.
د نوموړي الوتکه په پلازمېنه کیګالي کې وویشتل شوه او وغورځېده.
هابیاریمانا په خټه هوتو و چې په دې هېواد کې اکثریت دی او د هغه د وژلو تور پر اقلیت توتسي پورې شو.
دا مسئله سبب شوه چې توتو قوم له توتسي قوم څخه بدل واخلي.
په نننیو مراسمو کې به ولسمشر او نور مشران ګډون وکړي.
د اروپايي اتحادیې د بهرنۍ پالېسۍ مشرې فدریکا موګريني په یوه بیان کې ویلي چې د روانډا د قربانیانو د کورنیو له غړو سره خواخوږي او پیوستون څرګندوي.