د بادغیس چارواکي وايي، سیلابونو ۷ کسان وژلي
د غرب زون د طبیعي پیښو ریاست ویلي چې د لادرکه شوېو کسانو د جسدونو په لټه کې دي.
په همدې حال کې د هرات د والي ویاند جیلاني فرهاد ازادي راډیو ته وویل، د سیلابونو له امله د وژل شویو کسانو جسدونه د دې ولایت مرکزي روغتون ته وړل شوي دي.
د نوموړي په خبره په مړو کې کوچنیان، ښځې او د زاړه عمر کسان شامل دي.