د مصر علا عبدالفتاح له پنځو کلونو بند تېرولو وروسته خوشې شو
ده د مصر د ۲۰۱۱ میلادي کال په پاڅون کې فعاله ونډه واخيسته او له اجازې پرته د اعتراضیه لاریون جوړولو په تور بندي شو.
د ده خور مونا پرون ماښام پر ټوېټرپاڼه ولیکل چې علا راخوشې شو.
دې د دغه ۳۷ کلن بلاګر عکس هم خپور کړی.
د علا مدافع وکیل دا خبر تأييد کړی دی.
عبدالفتاح په مصر کې د ډموکراسۍ پلويو فعالانو څخه یو دی چې په ۲۰۱۱ میلادي کال کې يې په دې هېواد کې پاڅون وکړ چې په نتيجه کې يې د هغه مهال واکمن حسنې مبارک له واکه لېري شو.
دی په ۲۰۱۳ میلادي کال کې وروسته له هغه په پنځو کلونو بند محکوم شو چې د مصر پوځ انتخاب شوی ولسمشر محمد مرسي د کودتا له لارې له دندې ګوښه کړ او علا عبدالفتاح د دې اقدام پر ضد په سوله يېزو لاریونو کې ګډون وکړ.
په وروستيو کلونو کې ګڼ شمېر د ډموکراسۍ پلويان توقيف شوي دي او پر دوی تور دی چې د ۲۰۱۳ میلادي کال له قانونه یې سرغړونه کړې چې په لارو کوڅو کې د لاریون اجازه نه ورکوي.
مصري چارواکي ټينګار کوي چې په هېواد کې د ثبات په خاطر دغه قانون ته اړتيا ده. خو د حقونو فعالان وايي چې د دې قانون هدف د بیان د ازادۍ مخه نيول دي.