په بغلان کې په يوه ټرافیکي پېښه کې یو کس وژل شوی او ۳ ټپیان شوي
د بغلان د امنيې قوماندانۍ وياند جاويد بشارت رسنیو ته ويلي، دا پېښه نن وروسته له هغه وشوه چې یو کرولا موټر له یوه بار وړونکي موټر سره د دوشي -پلخمري پر لویه لاره ټکر شو.
د ده په وینا، د دې پېښې ټپيان د پلخمري ښار روغتون ته انتقال شوي دي.