په هرات کې د سېلابونو له کبله دوه ماشومان مړه شوي
د هرات د والي ویاند جېلاني فرهاد ازادي راډیو ته وویل چې پرون مازیګر په دې سیمه او د هرات په یو شمېر ولسوالیو کې سېلابونو خلکو ته ډېر زیانونه اړولي دي.
ده وویل:
"له بده مرغه دا سېلابونه د مسلخ په ساحه کې د دوو ماشومانو د مړینې او همداراز د ښار په زیاتو سیمو او د هرات په یو شمېر ولسوالیو کې د زیاتو مالي زیانونو باعث شوي دي."
د فرهاد په وینا، سېلاب ځپلو ته د مرستو رسولو هڅې روانې دي.
له دې مخکې د فاریاب ولایت چارواکو ویلي وو چې د پنجشنبې په ورځ د سېلابونو له کبله د دوو ماشومانو په ګدون ټول څلور کسان مړه شوي دي.