زلمي خلیلزاد په بروکسل کې له سټولټنبرګ سره ولیدل
د ناټو ویاندې اوانا لونګیسکو پر ټوېټر په یوه پیغام کې لیکلي دي چې خلیلزاد په دې کتنه کې د ناټو متحدانو او د غوڅ ملاتړ د ماموریت غړو ته په افغانستان کې د سولې د ټینګښت لپاره د هڅو په اړه معلومات ورکړل.
د ناټو ویاندې د دې خبرو په اړه نور جزیات نه دي ورکړي.
ښاغلی خلیلزاد بروکسل ته له روانېدو مخکې په لندن کې و او هلته یې له یو شمېر بریتانوي چارواکو سره د افغانستان د سولې د هڅو په اړه خبرې وکړې.
ټاکل شوې چې خلیلزاد د اپرېل تر لسمې نېټې د سفر په دې دوره کې افغانستان، پاکستان، ازبکستان، اردن او قطر ته سفرونه وکړي.