امریکا هڅه کوي څو مسعود اظهر د "م. م" د بندیزونو لېست کې شامل کړي
اسوشیټېډ پرس اژانس د هغه پرېکړهلیک مسوده لیدلې چې پرون د ملګرو ملتونو د امنیت شورا پر غړو وېشل شوې ده.
دغه مسوده د جیش محمد ډلې پر مشر مسعود اظهر د سفر بندیز لګوي او شتمني یې کنګل کوي.
د پرېکړهلیک دغه مسوده همداراز په هندي کشمیر کې دغه ناوړه او بېرحمه ځانوژونکې حمله چې په نتیجه کې یې د هندي ملېشو ۴۰ غړي ووژل شول او یو زیات شمېر نور ټپیان شول، په سختو ټکو غندي.
د پرېکړهلیک پهدغې مسوده کې پر دې تأکید شوی چې د ترورېزم د دغې پېښې عاملان، تنظیموونکي، مالي تمویلوونکي او مرستندویان دې مسؤل وبلل شي او عدالت دې ته راکاږل شي.
تر دې مخکې په ملګرو ملتونو کې د ورته دا ډول هڅې مخه چین چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا دایمي غړی او د ویتو حق لري، ډب کړې وه.
تر اوسه نهده څرګنده چې کله به د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غړي پر دغه پرېکړهلیک چې ښایي چینیې ویتو کړي، رأیې اخلي.
د ملګرو ملتونو امنیت شورا د ۲۰۰۱ میلادي کال په اکټوبر کې جیش محمد ډله له القاعده او طالبانو سره د اړیکو په خاطر د بندیزونو په تور لېست کې شامله کړې وه.