د اسلاماباد سترې محکمې د تښتول شویو هندوو د خوندیتوب امر کړی
حکومتي پلټونکي تحقیق کوي چې ایا دا دواړه خویندې په رښتیا تښتول شوي او په زوره مسلمانې او بیا واده شوي او که نه؟
دا دواړه هندوې خویندې او د هغوی مېړونه په سند ایالت کې د حکومت تر کنټرول لاندې امن کورونو ته استول شوي دي.
دواړو خویندو ویلي چې دوی د مارچ په ۲۰مه خپل ژوند ته د تهدید له امله او اسلام ته د اوښتو په نیت د خپلې کورنۍ له خبرولو پرته له کورونو وتلې دي.
د پاکستان حکومت د اسلاماباد د سترې محکمې قاضي ته ویلي دي چې حکومت به د دې نجونو د قضيې په اړه خپل تحقیقات په یوه اوونۍ کې بشپړ کړي.
پاکستاني چارواکو ویلي چې د دې قضيې په ارتباطيې د هغه ملا په ګډون چې د دواړو خویندو نکاحيې تړلې ده، یو شمېر کسان نیول شوي دي.