استانبول کې د امریکا د قونسلګرۍ یو ترکی کارکوونکی محاکمه کېږي
په استانبول کې د امریکا د قونسلګرۍ یو ترکی کارکوونکی د جاسوسي او د ترکيې د حکومت د نسکورولو په تور نن محکمې ته حاضر کړای شو.
دې قضيې د ترکيې او متحده ایالاتو ترمنځ نوی ډیپلوماتیک جنجال پیدا کړی دی.
د متین توپوز محاکمه چې ژباړونکی او د امریکا په قونسلګرۍ کې د نشهيي موادو پر ضد مبارزې د برخې کارکوونکی دی، نن په استانبول کې پیل شوه.
۵۹ کلن توپوز له تېرې اکټوبر میاشتې راپهدېخوا په توقیف کې دی.
نوموړی تورن دی چې د ترکيې د حکومت له سیاسي مخالف فتحالله ګولېن سره اړیکه لري.
ترکي حکومت ګولېن د ۲۰۱۶ کال د کودتا د ناکامې هڅې تر شا بولي.
که پر متین توپوز لګېدلي تورونه ثابت شي، نو په عمر قید محکومېدای شي.