حاجياغا: تېر کال د درملو ۱۵ تولیدي فابریکې جوړې شوي
د افغانستان د متشبثینو عالي بورډ وایي، په تېر ۱۳۹۷ لمریز کال کې د ټول هېواد په کچه ۱۵ د درملو تولیدي فابریکې جوړې شوې دي.
خو د دغه بورډ مشر رحمالدین حاجياغا نن ازادي راډیو ته وویل چې د امکاناتو د نشتوالي له امله دغه فابریکې ۱۰ سلنه اړتیا هم نهشي پوره کولای.
د ښاغلي حاجياغا په خبره، په ټول هېواد کې شااوخوا ۴۰۰ د درملو واردوونکي شرکتونه او تر ۱۵۰۰ په عمده ډول درملو پلورنځي فعالیت کوي چې له بېلابېلو هېوادونو درمل راواردوي.
نوموړی وایي، که حکومت او اړوند بنسټونه پهدې برخه کې په هېواد دننه اسانتیاوې برابرې کړي، د قاچاقي او بېکیفیته درملو مخه به ونیول شي او خلکو ته به د کار او بار زمینه هم برابره شي.