د ونزوئلا په اړه روسیې ته د امریکا خبرداری
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپئو خپل روسي سیال ته ویلي چې د مسکو لهخوا ونزوئلا ته د پوځي پرسونل استول تاوتریخوالی ډېرولی شي او خبرداری یې ورکړ چې واشنګټن به پهدې اړه چوپ پاتې نهشي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند رابرټ پلادینو ویلي چې پامپئو د دوشنبې په ورځ سرګي لاوروف ته پر ټیلیفون وویل، دا چې روسیه په ونزوئلا کې تاوتریخوالی ډېروي، نو د امریکا متحده ایالات او د سیمې هېوادونو به لاس تر زنې پاتې نهشي.
د پامپئو دا څرګندونې وروسته له هغه شوي چې د ونزوئلا یوه چارواکي ویلي چې د روسي الوتکې د دغه هېواد د روانې پوځي همکارۍ د یوې برخې په توګه د اونۍ په وروستیو کې کاراکاس ته ورسېدې.
هغه راپورونه چې د روسیې د هوایي ځواکونو د دوو الوتکو د رسېدو په اړه خپاره شوي تراوسه د خپلواکو سرچینو لهخوا نهدي تأیید شوي.
روسیه د ونزوئلا د ولسمشر نیکولاس مادورو ملاتړ کوي، خو متحده ایالات او لسګونه نور هېوادونه په ونزوئلا کې د اپوزیسیون مشر خوان ګواېدو ملاتړي دي.